
د ایکنا د راپور له مخې، چې په انډونیشیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت د فرهنګي استازولۍ له قوله خپور شوی راغلی دي، د انډونیشیایي ځوانانو دغه نوښت د ایران د اسلامي جمهوریت د آرمانونو په ملاتړ ترسره شو. په دې لړ کې د مقاومت د شهیدانو او د ایران د دفاعي لاسته راوړنو په انځورونو ښکلي شوي ګاډي د انډونیشیا په بېلابېلو ښارونو کې په سمبولیک ډول وګرځول شول، چې پراخ ټولنیز او رسنیز غبرګون ئې راوپاروه.
د انډونیشیا یو شمېر ځوانانو او د ایران د اسلامي جمهوریت مینهوالو په یوه خلاقانه او خود جوشه اقدام کې خپل شخصي ګاډي د شهید رهبر امام خامنه اي، د سپېڅلې دفاع د شهیدانو او همدارنګه د ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي وړتیاوو او توغندیزو بریدونوسره د اړوندو انځورونو په وسیله سینګار کړل او د ښارونو په واټونو کې ئې چکرې ووهلې.

دغه نوښتګر اقدام په ټولنیزو چینلونو او د خلکو ترمنځ د پام وړ انعکاس درلود او د انډونیشیا د ټولنې د یوې برخې له لورې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د پیوستون، ملاتړ او ګروهنې د څرګندونې د سمبول په توګه وپېژندل شو.
د دغو ګاډو په ښارونو کې ګرځول، د خپل سمبولیک اړخ تر څنګ، د یوه فرهنګي او رسنیز بهیر د رامنځته کېدو لامل هم شول او د ایران د اسلامي جمهوریت، د مقاومت د چورلیز او د سیمې د بدلونونو په اړه ئې د ټولنې د بېلابېلو پرګنو ترمنځ د بحثونو او خبرو اترو زمینه برابره کړه.

https://iqna.ir/fa/news/4357605